د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، پر لبنان د صهیونیستي رژیم د بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۶ زرو ته نږدې شوی دی.

راپورونه وایي، چې دغه شمېرې وروسته له هغې ترلاسه شوې، کله چې اسرائیلي ځواکونه له سرحدي سیمو څخه ووتل او له کنډوالو څخه د حزب الله ډلې جنګیالیو، ملکیانو او د صحي کارکوونکو جسدونه را وایستل شول.

د یادونې وړ ده، چې د حزب الله غورځنګ او صهیونیست رژیم ترمنځ له اوربند سربېره یاد رژیم د لبنان پر جنوبي سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version