Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (٢)
    لیکني

    له افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (٢)

    صابر افغانصابر افغان20 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د جبهو د جوړولو په دې ګرم بازار کې هر چا فقط يو نوم پورته کړی، چې د اروپایي او نورو استخباراتي سازمانونو مخ ځانته را واړوي او په همدې نوم ترې ډالر ووهي.

    د متحدې جبهې په نوم د شر او فساد ډلې هم د دې نورو په څېر د امریکا په واشنګټن کې د کاذب شعارونو بازار تود ساتلی دی، چې کله نا کله په وینا کې جالبې کوي، د فتواوو صلاحیت یې هم ځانته ورکړی او تر څنګ ځان په خوارجو کې سني معرفي کوي.د یادو ناپړیتو تړونی یې:

    https://x.com/Hidayathamad11/status/1834273404435718529?t=YogILvozgkoIVD0iLK-WLg&s=19

    دا د پرځېدلي جمهوریت تش په نوم مدافع او د فلمي اکټونو پوره ماهر جنرال دی، نوموړی د پرځېدلي جمهوریت په وخت کې د هلمند د قول اردو قومندان و، چې وروسته دفاع وزارت ته لاړ او د یاد وزارت سره یې ګڼ قراردادونه لرل.

    د هغه قراردادونو پر مټ یې میلیونونه ډالر تر لاسه کول چې د هماغې ګټې بایللو لیونی کړی دی؛ ذهني تمرکز یې له لاسه ورکړی دی او کله ناکله داسې جالبې او نادرې غږوي چې د یو ښه کومیډن مینه پرې ماتېدلی شي.

    سمیع سادات د جمهوریت د پرځولو پر وخت د کابل څخه هلمند ته د دې لپاره ور ولېږل شو، تر څو هلمند د طالبانو څخه وژغوري، خو ده په هلمند کې بُست پوهنتون او عامه کورونه خپل هدف وګرځول او په ډېرې بې رحمۍ سره یې علمي او اکاډمیک ځایونه په توپونو او ماینونو دړې وړې کړل.

    دا کار ده د دې لپاره کاوه چې جګړه پراخه شي، ځکه د ده شخصي ګټې يواځې او یواځې په جګړه کې خوندي کېدلې؛ نن هم هماغه رقم د وینا هر دوهم ټکی یې د جګړې په کولو راڅرخي.

    په یوه ځانګړې مرکه کې ترې خبریال پوښتنه کوي، چې ستاسې په څېر په ډېرو هېوادونو کې مختلفې جبهې جوړې شوي دي؛ تر منځ یې همغږي نه وه، په وړو مسائلو په خپل منځو کې سره نښتي وي؛ د هغوی او ستاسې تر منځ توپیر په څه کې دی!؟سمیع سادات ورته په ځواب کې وایي: چې د ازادۍ جبهې او متحدې جبهې پرته نورې ټولې جبهې داسې دي، چې مونږ هغې ته جبهه نه شو ویلی، کېدای شي هغه یو ګروپ وي.

    د ده او د نورو خیالي جبهو هدف یو دی فقط څهرې یې سره متفاوتې دي، ځکه ټولې په درواغو او خیالي سوچونو روانې دي، د ټولو موخه د بې ګناه افغانانو وژنه او وهنه ده.

    دوی د سیکولریزم او هیومنیزم تر شعارو لاندې د افغاني بشریت بې درېغه بربادي کړې ده او لا یې مټې ورته بډ وهلي دي.

    د وطن دوستۍ شعارونه همدې خلکو بدنام کړل، انساني حقوق همدوی پایمال کړل، د امریکا په پیسو د دوی جوړې شوې ملیشې بیرته په امریکایي بمباردو کې همدوی و وژلې.

    یو ورځ د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ یو ځوان کېسه کوله، چې یوه شپه په بر بهار کې په یوه کورنۍ شپنۍ چاپه ووهله چې پکې ټول راغلي د ټلوالې لنډغر وو، د هغې کورنۍ مشر ته چې دوه زامن یې درلودل په کړس خندا ویل: په زامنو کې کوم زوی درته ګران نه دی، چې ویې وژنو!؟هغه په ژړغوني غږ ور غبرګه کړه، پلار کله د بچیو تر منځ فرق کولی شي؟ دوی ویل چې پلار فرق نشي کولی، مونږ یې کولی شو، یو زوی چې د پوهنتون محصل و، په تندي ټوپک ور کېښود او شهید یې کړ.

    د ده په جسد د چغو او ویرونو ماتم لا کم شوی نه و، چې بیرته یې کور ته ور دننه شول او هغه بل زوی چې دوکانداري یې کوله هم ووېشت او شهید یې کړ.

    دا د باغیانو ملګري او د امریکا تر ټولو ارزانه کرایه شوی فوځ و، چې اوس هم د امریکا په خدمت کې د کمپنیو له پنډغالو د وطن ابادۍ غندي؛ د وطن خوشحالۍ ته ماتم وایي او په وطن مېشت افغانان واجب القتل ګڼي.

    باغیان او خوارج دواړه د یوې تلې دوه پَلونه دي، نن داعشیزم او لنډه غریزم له یوه ادرس اکمالېږي او د وطن په بربادولو پسې هڅې او کوښښونه کوي.

    داعشي خوارجو او باغیان چې په اصل کې یو خو نومونه یې بدل دي، د وطن د میندو او خویندو عفت واخېست، دوی د سپین ږیرو او ماشومانو وجودونه ټوټې-ټوټې کړل، دوی ځوانان د غرب خدمت ته وربلي، چې نه ورتلونکي ځوانان هم په یو او بل نوم د خاورو لاندې کوي او هلته ورغلي هم د غلامۍ په روحیه روزل غواړي.

    ادامه لري…

    مخکینۍ مقالهله افغانستان سره د شر او فساد ډلو ناځوانۍ او ظلمونه! (١)
    راتلونکي مقاله افغانستان له سوېلي افريقا دوهمه يوه ورځنۍ لوبه او لوبلړۍ هم وګټله

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 مې 2025

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    د پرځېدلي جمهوريت پرمهال د دفاع وزير شاه محمود مياخېل د باګرام هډې‌ په اړه…

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شاه محمود مياخېل خنجاني ته په ځواب کې: مقاومت جبهه لکه بې حاصله ځمکه نه پخوا ملي وه او نه اوس ملي ده

    9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.