د امریکا دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، د تېر یو کال راهیسې په منځني ختیځ کې پر امریکایي پوځیانو تر ۲۰۰ ډېر بریدونه شوي.
اعلامیه کې وړاندې راغلي چې، د دغو بریدونو ډېره برخه په سوریه کې ترسره شوي چې شمېر یې ۱۲۵ بریدونو ته رسېږي، ورپسې په دویم ځای کې عراق ښودل شوی چې پکې پر امریکایي پوځيانو ۷۹ بریدونه تر سره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دغو بریدونو کې امریکایي پوځیانو ته د اووښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ويل شوي.