Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»له خپل ورور څخه سخت زړی؛ محمد السنوار څوک دی او آیا شونې ده چې د یحیی السنوار ځایناستی شي؟
    منځنی ختیځ

    له خپل ورور څخه سخت زړی؛ محمد السنوار څوک دی او آیا شونې ده چې د یحیی السنوار ځایناستی شي؟

    عمران آغاعمران آغا20 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد السنوار د حماس غورځنګ د پوځي څانګې کتائب عزالدین القسام یو له مشهورو او پخوانیو قوماندانانو څخه دی.

    رپوټونه وايي شونې ده چې د یحیی السنوار ورور محمد السنوار د حماس مشر وټاکل شي، که څه هم نور نومونه لکه خالد مشعل او خلیل الحیة هم یاد شوي دي.

    د CNN د راپور له مخې، دا لا څرګنده نه ده چې آیا یحیی السنوار د خپل ځایناستي ټاکلو لپاره مخکې لارښوونې کړې، مګر د هغه کشر ورور محمد د هغه ځایناستي لپاره تر ټولو نږدې نوماند ګڼل کېږي او په دې وروستیو کې د حماس د پوځي قوماندان په توګه ټاکل شوی.

    د محمد السنوار امنیتي وضعیت:

    د خپل ورور په څېر، محمد السنوار هم د اسرائیلو د مطلوبو کسانو په لیست کې یو له مهمو کسانو څخه دی؛ د حماس سرچینو ویلي چې هغه د اسرائیلو په څو وژونکو هڅو کې د هوايي بریدونو او د سړک د غاړې بمونو په ګډون؛ ژوندی پاتې شوی؛ د هغه د وژلو وروستۍ هڅه په ۲۰۲۱ کال کې شوې وه.

    د محمد السنوار شخصیت او اغېز:

    محمد السنوار د ۱۹۷۵م کال د سپتمبر په ۱۵مه نېټه زېږېدلی، د کتائب عزالدین القسام له پخوانیو قوماندانانو څخه بلل کېږي، هغه په ​​ندرت سره په عامه توګه یا رسنیو کې راڅرګندېږي.

    د قدس پوهنتون د سیاسي علومو استاذ پروفیسور ایمن الرقب په وینا، د یحیی السنوار شهادت کولی شي چې محمد یو لوی مشرتابه مقام ته ورسوي چې هغه به د اسرائیلو سره په خبرو اترو کې ډېر نفوذ ولري.

    په ۲۰۱۱ میلادي کال هغه د اسرائیلي سرتېري ګیلعاد شالیط د خوشې کولو لپاره په خبرو اترو کې کلیدي رول لوبولی و او ګواښ یې کړی و چې که د هغه ورور ازاد نه شي دا معامله به ګډوډه کړي.

    د اسرائیلو ځینې پوځي سرچینې په دې باور دي چې محمد السنور د خپل ورور یحیی په پرتله ډېر متشدد دی؛ هغه په ​​خان یونس کې زېږېدلی او یو له لومړنیو کسانو څخه و چې له حماس سره یو ځای شو او په لومړي پاڅون کې یې د اسرائیلو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه واخیسته.

    اسرائیلو د هغه د نیولو لپاره د هر ډول معلوماتو لپاره درې سوه زره ډالر انعام ټاکلي دي؛ د ګیلعاد شالیط تښتول یو له هغو مهمو عملیاتو څخه دي چې له محمد السنوار سره تړاو لري او دی هغه وخت حماس د خان یونس لوا قوماندان و.

    د اقصی طوفان په عملیاتو کې د هغه رول:

    ځینې ​​سرچینې ادعا کوي چې محمد السنوار د اکتوبر په ٧مه په اسرائیلو باندې د حماس د ناڅاپي برید په تنظیمولو کې مهم رول لوبولی او په غزه کې یو له مهمو او مطلوب شخصیتونو څخه دی.

    د اسرائیلو پوځ په دې وروستیو کې په غزه کې د تونلونو په پراخه شبکه کې د محمد السنوار داسې نادره ویډیو خپره کړه چې په جیپ موټر کې له خپلو ساتونکو سره روان دی.

    مخکینۍ مقالهاحمد مسعود او مقاومت جبهه ولې د دوستم د حذف په لټه کې دي؟
    راتلونکي مقاله حزب الله تېره ورځ نتنياهو او د هغه مېرمن په نښه کړي وو

    مربوطه لیکنې

    له ایران او حزب‌ الله سره د جګړې له بیا پیل راهیسې ۷۸۳۴ صهیونیستان ټپیان شوي

    18 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم غزه کې تر ۳۸ زره زیاتې ښځې او انجونې شهیدانې کړي

    18 اپریل 2026

    ایران د هرمز تنګي له لاري د سوداکریزو بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکړه

    17 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 18 اپریل 2026

    له ایران او حزب‌ الله سره د جګړې له بیا پیل راهیسې ۷۸۳۴ صهیونیستان ټپیان شوي

    د صهیونیستي رژیم روغتیا وزارت ویلي، له ايران او حزب الله سره د جګړې له…

    بېړنی‌خبر

    18 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم غزه کې تر ۳۸ زره زیاتې ښځې او انجونې شهیدانې کړي

    18 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران او حزب‌ الله سره د جګړې له بیا پیل راهیسې ۷۸۳۴ صهیونیستان ټپیان شوي

    18 اپریل 2026

    بېړنی‌خبر

    18 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم غزه کې تر ۳۸ زره زیاتې ښځې او انجونې شهیدانې کړي

    18 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،144 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،091 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،178 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.