Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه
    سیاسي لیکني

    له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه

    عمران آغاعمران آغا24 جون 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ملي امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د هر خپلواک او د ملي ارادې خاوند حکومت لومړنۍ او اساسي دنده ده. د افغان هوايي ځواک لخوا له ډیورنډ فرضي کرښې هاخوا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش ډلې او د پاکستاني رژیم تر لاس لاندې شریرو اربکیانو پر مرکزونو وروستي دقیق ډرون بریدونه، د افغانستان د پوځي ځواکمنتیا، پرمختللې کشفي وړتیا او اوپراتیفي برلاسۍ یو ښکاره او کم ساری ثبوت دی. دا بریدونه په ډاګه کوي چې افغان ځواکونه د دښمن د ځپلو لپاره پوره وړتیا لري.

    دا بریدونه چې د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان، د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکر آب او د خیبر پښتونخوا په قمبرخېلو کې ترسره شول، په مستقیم ډول یې د هغو شریرو عناصرو مرکزونه ویجاړ کړل چې د بهرنیو استخباراتي کړیو په مرسته یې په افغانستان کې بریدونه پلانول. دا پرېکنده پوځي اقدام نه یوازې یو ستراتیژیک پرمختګ او لویه نظامي بریا ده، بلکې د هېواد دښمنانو ته یې دا روښانه پیغام ورکړ چې د افغانستان د ثبات پر وړاندې به هر ډول تهدید په نطفه کې له منځه یووړل شي او د افغانانو وینې بې ځوابه نه پاتې کېږي.

    له بده مرغه، د دې پر ځای چې دا ډول پوځي او دفاعي لاسته راوړنې د ټولو افغان لوریو لخوا وستایل شي، د متحدې جبهې او مقاومت جبهې په څېر د افغان حکومت مخالفو کړیو د تل په څېر یو ځل بیا د پاکستان د پوځي رژیم په ننګه او پلوۍ شرموونکی دریځ خپل کړی دی. د دغو ډلو مشران چې له هېواد بهر په اروپایي هېوادونو کې په خپلو مرفه استوګنځایونو کې اوسېږي، له افغان حکومت سره د عقدې پالنې او سیاسي مخالفت له امله دومره ړانده شوي، چې په ډېرې بې شرمۍ سره د افغانستان د دښمنانو په دفاع کې اعلامیې خپروي او دا بریا غندي.

    د دغو مخالفو ډلو لخوا د پښتونخوا او بلوچستان د یو شمېر سیمو د پاکستان د رسمي برخې په توګه یادول او هلته د داعش او اربکیانو د مرکزونو ویشتل بې باکه عمل بلل، د دوی په زړونو کې د نفاق او د پاکستان له پوځي رژیم سره د دوی د ژورې خواخوږۍ ښکارندویي کوي. دوی د دښمن د نظامي غبرګون په وېره اچولو سره هڅه کوي چې د افغانستان دا تاریخي بریا او ځواکمنتیا کم ارزښته ښکاره کړي، چې دا په خپله پردیو استخباراتي لوبو ته د مشروعیت ورکولو په معنی ده او د هېڅ رښتیني افغان لپاره د زغم وړ نه ده.

    د مقاومت او متحدې جبهې مشران او ویاندویان په داسې حال کې د پاکستان پر ضد شوی برید تېری بولي او د سیمې د هېوادونو د ګټو د خوندیتوب غوښتنه کوي، چې د هېواد په داخل کې د دغو شریرو ډلو لخوا د ملکي افغانانو پر بمبارولو او وژلو تل ګونګي او چوپ پاتې شوي دي او یا یې په ځینو مواردو کې ستاینه کړې ده. د دوی دا دوه ګونی او هېواد دښمنه چلند دا ثابتوي چې د دوی شعارونه دروغ دي او د خپل هېواد د پوځي برلاسۍ په لیدلو د خوښۍ پر ځای، د پوځي رژیم د ګټو د خوندیتوب لپاره د چاپلوسۍ اوښکې تویوي.

    د افغان هوايي ځواک دغه مېړنی او بریالی برید د تاریخ په پاڼو کې د یوې لویې پوځي بریا په توګه ثبت شو، چې له کرښې هاخوا یې د هېواد د دښمنانو مرکزونه لړزولي دي. خو د مخالفو ډلو دا پاکستان پالی او غلامانه دریځ به هم د تاریخ په تورو پاڼو کې د یو تلپاتې داغ په توګه پاتې شي، چې د دوی حقیقي څېره یې افغان ولس ته نوره هم بربنډه کړه. هر هغه څوک چې د پردیو استخباراتو د شومې اجنډا د سپیناوي لپاره کار کوي، هغوی د افغان ولس په وړاندې ذلیل او رسوا دي او د دوی دا ډول هڅې به هېڅکله د افغان ځواکونو د بریاوو مخه ونه نیسي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې امنیت شورا د نشه‌یي توکو پرې وړاندې د افغان حکومت پرېکنده مبارزه ستایلې
    راتلونکي مقاله د امريکا کانګرس د لومړي ځل لپاره د جګړې د واکونو طرحه تصويب کړه

    مربوطه لیکنې

    د جمهوریت د پرځېدو په اړه د مخالفینو متناقض تفکر

    26 جولای 2026

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 27 جولای 2026

    نتانیاهو ویلي، د غزې، لبنان او سوریې په اړه به خپل دریځ بدل نه کړو

    تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسرائیلو رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، د…

    پنټاګون وایي، له یران سره جګړه کې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي

    27 جولای 2026

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    26 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نتانیاهو ویلي، د غزې، لبنان او سوریې په اړه به خپل دریځ بدل نه کړو

    27 جولای 2026

    پنټاګون وایي، له یران سره جګړه کې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶۲۴ نور ټپیان شوي

    27 جولای 2026

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    26 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.