په سیاسي ډګر کې د حکومتونو پر تګلارو سالمې نیوکې یو معمول دی، خو کله چې دغه نیوکې په عقدهيي مخالفت بدلې شي او بیا د هېواد د علیا مصالحو او پوځي بریاوو په وړاندې او د دښمن د مورچلونو د دفاع او توجیه کولو تر بریده ورسېږي، نو بیا دا عمل له سیاسي مخالفت څخه وځي او مستقیم د ملي خیانت بڼه غوره کوي. په پښتونخوا او بلوچستان کې د داعش د ریښو او د پاکستاني استخباراتو د لاسپوڅو اربکیانو پر ضد د افغان حکومت وروستي ډرون بریدونه یو مشروع دفاعي ګام و، چې د هېواد د دښمنانو د ځپلو په موخه په پوره بریالیتوب سره ترسره شو.
د دغې سترې نظامي لاسته راوړنې او د دښمن په زړه کې د افغان ځواکونو د دقيق او بریالي برید په وړاندې، د متحدې جبهې او مقاومت جبهې غبرګونونه په رښتیا هم د هر افغان په زړه کې د تأسف او کرکې احساس راپاروي. دا جبهې د دې پر ځای چې د هېواد د خاورې او ولس له امنیت څخه د داسې پرېکنده دفاع ملاتړ وکړي، د نورو بهرنیو هېوادونو له پلازمېنو څخه د پاکستان د پوځي لاسوهنو او بریدونو د توجیه کولو لپاره اعلامیې خپروي او د هېواد د پوځي بریا مخالفت کوي.
دا چې د دغو جبهاتو مشران د افغان ځواکونو بریدونه غندي او پر هېواد د پردیو استخباراتي کړیو د بریدونو د توجیه لپاره استدلالونه جوړوي، ښيي چې د دوی وجدان د څو ډالرو او بهرنیو امتیازاتو په بدل کې پلورل شوی دی. دا پلورل شوي مشران او جنرالان یوازې هغه وخت خپل غږ اوچتوي او دریځ نیسي، چې د افغانستان غاښ ماتوونکی ځواب د دوی د بهرنیو بادارانو ګټې له خطر سره مخ کړي. دا د شرم او تاریخي بدنامۍ خبره ده چې یو څوک د خپل هېواد د پوځي ځواکمنتیا په لیدلو د خپل هېواد په ضد دریځ نیسي.
تر ټولو د افسوس او حیرانتیا خبره دا ده چې د دغو جبهو ډېری مشران او پوځي چارواکي تر پرونه د هېواد په داخل کې د پوځي رژیم د دښمنۍ په نوم ځوانان جګړو ته استول او ځانونه یې د خاورې مدافعین ګڼل؛ خو نن د پاکستان په ځینو ښارونو کې د دفترونو، موټرو او پيسو په بدل کې د هغوی د نفوذي شبکې برخه ګرځېدلي دي. دوی د پاکستاني استخباراتو له بانفوذه څېرو سره د محافظینو په نوم ګرځي، خو په واقعیت کې د افغانستان په ضد پلانونه جوړوي او نه غواړي هېواد یې مستقل او افغان حکومت ځواکمن واوسي.
له افغان حکومت سره هر ډول سیاسي اختلاف هېڅکله د دې لپاره توجیه نه شي کېدای چې یو څوک دې د خپل هېواد د دښمنانو او اجیر پوځ د عامو وژنو او لاسوهنو ملاتړ یا سپیناوی وکړي. هر افغان چې حتی یوه ورځ یې هم د دې سپېڅلې خاورې اوبه او ډوډۍ خوړلې وي، هېڅکله به د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ناولې لوبې او بریدونه توجیه نه کړي او نه به هم د هغوی د لاسپوڅو ډلو لکه داعش او اربکیانو پر مرکزونو د افغان هوايي ځواکونو پر ځای بریدونه وغندي.
باید په ډاګه شي چې د دغو جبهاتو پاکستانپالي دریځونه او د غلامۍ دا ډول هڅې به د افغان ولس په منځ کې د هغوی د لا زیاتې رسوایۍ او ذلت لامل شي. افغان ولس نن په دې پوهېږي چې څوک د هېواد د بقا او نظامي برلاسۍ لپاره سر نذرانه کوي او څوک د پردیو جګړو د اور سون توکي دي. افغان ځواکونو په تېرو بریدونو کې خپل مطلوب او مهم اهداف په دقیق ډول له منځه یووړل او ثابته یې کړه چې د هېواد پوځي ځواک د هیچا پروا نه ساتي، په داسې حال کې چې دغو جبهو ته به یوازې د تاریخي بدنامۍ او غلامۍ داغ په برخه پاتې شي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


