Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي
    سیاسي لیکني

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    عمران آغاعمران آغا26 جون 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د عبدالقهار بلخي په مشرۍ د افغان حکومت یو تخنیکي پلاوي بروکسل ته سفر وکړ، دا سفر د کابل او اروپايي ټولنې ترمنځ د ډیپلوماټیکو او تخنیکي اړیکو په مسیر کې د یوې داسې لاسته راوړنې په معنی دی چې ښيي واقعیت‌ بیني په تدریجي ډول د سیاسي لیرې‌ والي ځای نیسي. د دغه رسمي پلاوي سفر، په اصل کې دا پیغام لري چې افغان حکومت اوس د داسې یوه واقعیت په توګه منل شوی چې له پامه غورځول یې د هېڅ لوري په ګټه نه دی. دغه ناسته د افغانستان لپاره د دې فرصت و چې د کډوالو اړوند مسایلو، قونسلي خدماتو او نورو اړتیا وړ مسایلو باندې بحثونه وکړي.

    د یاد سفر په غبرګون کې د اعتراضونو په نوم، په بهر کې د ځینو پخوانیو څېرو تحرکات او منفي تبلیغات تر ډېره د شخصي او سیاسي ګټو پر پاللو ور ګرځي. په داسې حال کې چې هېواد ثبات او له نړۍ سره پراخو ډیپلوماټیکو، اقتصادي او سیاسي اړیکو ته اړتیا لري، مخالفین د دې ټولو برعکس د هغوی مخالفت کوي، د افغانستان د تجرید او د ولس د ستونزو د دوام غوښتنه کوي. د هېواد د مخالفینو لپاره تر ټولو منطقي ځواب دا دی چې دوی نه شي کولای په اروپايي او نورو هېوادونو کې د میلیونونو افغانانو په برخلیک او ستونزو معامله وکړي، یا یې د سمون په وړاندې خنډ واقع شي؛ ځکه غوغا او شعارونه هېڅکله د حقیقي حل‌ لارو ځای نه شي نیولای، بلکې نظامونه دي چې د ستونزو د حل په اړه اقدام کوي.

    نننۍ نړۍ تر هر وخت زیات یو بل ته نږدې شوې او د یوه کلي بڼه یې خپله کړې ده، چې پکې هېڅ هېواد په انزوا کې ژوند نه شي کولای. افغانستان هم د دغه کلي د یوې خورا مهمې او ستراتیژیکې برخې په توګه باید له نړۍ سره ونښلي او نړۍ هم ورته اړتیا لري. د دغه نړیوال کلي غوښتنه دا ده چې د تېرو تجربو او فشار د سیاستونو پر ځای، د تفاهم او دوه اړخیز تعامل په روحیه کار وشي، ترڅو د ټولو اړخونو ګډې اندېښنې حل شي.

    له بلې خوا، په ټوله اروپا کې په سلګونو زره افغانان مېشت دي چې هره ورځ د پاسپورټ تمدید، وثایقو او نورو اسنادو په موندلو کې له سختو کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي. قونسلي خدمت د خلکو لومړنی او انساني حق دی، چې باید د سیاسي موخو قرباني نه شي. بروکسل ته د افغان پلاوي دغه سفر په ډاګه کړه چې د افغانانو د حقیقي ستونزو د حل لپاره یوازینۍ سمه لاره دا ده چې د افغان حکومت له مسؤولو ادارو سره مخامخ مفاهمه وشي.

    په دې وروستیو کې جرمني ته د افغان حکومت د نویو ډیپلوماټانو د استولو تقاضا هم یو بل خورا مهم او هیله‌ بښونکی ګام دی. برلین په حقیقت کې دا درک کړې چې د افغانانو د ستونزو د هواري او د امنیتي او مهاجرت په څېر د لویو قضیو د سمبالښت لپاره د افغانستان له رسمي ادرسونو پرته بله عملي لاره نشته. د جرمني دا پرېکړه د نورې اروپا لپاره هم د یوه رغنده مډل په توګه لاره پرانیزي.

    دا ډول ډیپلوماتیک خوځښتونه نه یوازې دا چې په بهر کې مېشتو افغانانو ته د ژوند اسانتیاوې برابروي، بلکې د افغانستان او لوېدیځ ترمنځ د لا زیات باور جوړونې لپاره زمینه برابروي. د دې پروسې ثابت دوام او پرمختګ یوازې د رغنده اړیکو، متقابل احترام او د خلکو د ستونزو د درک له لارې شونی دی، چې پایله به یې د دواړو لورو په ګټه وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهله افغانستانه شړل شوی وروستی امریکایي پوځي له دندې ګوښه کېږي
    راتلونکي مقاله وال‌سټرېټ ژورنال: امریکا له خلیجي هېوادونو خپلې پوځي هډې اشغال شوي فلسطین ته لېږدوي

    مربوطه لیکنې

    تېر پنځه کلونه او د هېواد د آزادۍ لپاره د مخالفینو بې پایه شعارونه

    18 جولای 2026

    د مخالفینو د داخلي اختلافاتو حقیقت؛ ولې جبهې ترې سر غړوي؟

    16 جولای 2026

    د نړیوالو واقعیتونو په درک کې د احمد مسعود تېروتنه

    15 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 جولای 2026

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د…

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې د حرفوي غلو یو مشر له وسلو، مهماتو او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

    18 جولای 2026

    دفاع وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې یې لسګونه قاچاقي توکي او ۱۶ قاچاقبران نیولي

    18 جولای 2026

    نږدې یو میلیون افغانان د غالیو په صنعت بوخت دي

    18 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.