یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري وېستلو لړۍ ځنډول شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر “فلیپو ګرانډي” پاکستان ته د خپل سفر په پای کې د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ ودروي.

نوموړي غوښتنه کړې، چې د (POR) کارټونو موده دې هم وغځول شي.

په اسلام آباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ګرانډي په خپل سفر کې د کډوالو د ستونزو د اوږدمهاله هواري او له پاکستانه د مالي ملاتړ په اړه ټینګار کړی.

هغه ویلي، چې اوس مهال له پاکستانه د کډوالو د وېستلو لړۍ درول شوې او UNHCR له اسلام آباده غوښتي، چې دغه بهیر دې بیا نه پیلوي.

ګرانډي هیله څرګنده کړې، چې د روان کال په پای کې به له ځینو هېوادونو، بنسټونو او نورو برخو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې خبرې اترې وکړي.

ګراندي د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او نورو پاکستاني چارواکو سره وکتل او د هغه خبرې تر ډېره د شاوخوا د درې میلیونه افغانانو پر برخلیک متمرکزې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version