تېره اوونۍ ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېل مسترد او بېرته صادروونکو هېوادونو ته لېږل شوي
د افغانستان اسلامي امارت، د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېره اوونۍ یې ۱۲۸ ټانکره بې کیفیته تېل بیرته صادروونکو هیوادونو ته د سټنډرډ د اصولو سره نه د برابروالي په خاطر وراستولي دي.
په خبرپاڼه کي ویل شوي چي، له دغې شمېرڅخه ۹۵ ټانکره د فراه له ابو نصر فراهي، ۳۱ تانکره د نیمروز له ورېښم پل او دوه ټانکره د بلخ ولایت له حیرتان بندر څخه بیرته صادروونکو هیوادونو ته ورګرځول شوي دي.