Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ
    تبصرې

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    عمران آغاعمران آغا9 اپریل 2026څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان په سياسي ډګر کې د ځینو څېرو معامله ‌ګري او د رنګ بدلول کومه نوې خبره نه ده، خو د محمد محقق وروستی ليک چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ته یې په خورا عاجزۍ لیکلی، د سپين‌ سترګۍ او بې غیرتۍ وروستی حد وښود. محقق په داسې حال کې پاکستان د «سولې غوښتنونکي هېواد» په توګه نوموي او د دغه هېواد رژیم ته د سیمې د نجات ورکوونکي په سترګه ګوري، چې د همدې رژیم الوتکې د افغانستان پر خاوره تېری کوي او د جګړې د اور لمبې بلوي. دا ليک یوازې یو پلورل شوي جنرال ته خطاب نه، بلکې د هغو زرګونو شهیدانو د پاکو وینو تر پښو لاندې کول دي چې د پاکستان د نیابتي جګړې ښکار شوي دي.

    هغه څوک چې پرون یې ځان د افغان ولس له منځه د یوه ځانګړي قوم او قشر مدافع باله، نن په خورا بې ‌شرمۍ د هغه رژیم په درشل کې د مزدورۍ حلقه په غاړه کوي چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي. محقق په داسې حال کې د پاکستان د سولې غوښتونکو(!) فعالیتونو ستاینه کړې چې د «اُمید» شفاخانې د ۴۰۰ تنو شهیدانو د بورو میندو او یتیمانو چیغې لا هم د خلکو په غوږونو کې انګازې کوي. د ملکي اهدافو ویشتل او د افغانانو نسل وژنه هغه حقایق دي چې د محقق په مادي او شخصي ګټو ککړ نظر کې ځای نه لري. دا تضاد ثابتوي چې د محقق لپاره هیڅ ارزښتونه اولویت نه لري، بلکې د هغه یوازینۍ موخه د پردیو د استخباراتي ګټو او پخوانۍ مزدورۍ پالل او تازه کول دي.

    محقق په خپل لیک کې ادعا کړې چې ګواکې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات رښتینی غوښتونکی دی. دا یوه داسې مسخره ده چې حتی د پاکستان کورني سیاستوال یې هم په اورېدو شرمېږي. کومه سوله؟ ایا هغه سوله چې شهباز شریف ته د ټرمپ د ادارې له خوا په لېږل شوي کاپي پېسټ ټویټ یې د تأمین ادعا کېږي؟ د محقق څرګندونې ښيي چې د افغان حکومت مخالفې ډلې د خپلې سياسي بقا لپاره دومره وارخطا دي چې د قاتلانو د سپینولو لپاره یې د مزدورو مبلغانو رول پر غاړه اخیستی دی.

    د پاکستان پوځي او جنګي روباټان د سوله غوښتونکو په توګه معرفي کول، د افغانستان له ملي حاکمیت او تاریخي حقایقو سره ښکاره جفا ده. محقق په دې لیک سره ثابته کړې چې هغه او ورته نورې کړۍ د افغان ولس د دردونو استازیتوب نه شي کولی، بلکې دا یوازې د هغو اشخاصو کړۍ دي چې د سیمې د استخباراتي لوبو په شطرنج کې د غلامۍ د تداوم لپاره نوي فرصتونه لټوي. د پاکستان پوځ چې د خپل شتون فلسفه یې د افغانستان په ناامنۍ کې نغښتې ده، د محقق په څېر د «مزدورو څېرو» په فرمایشي ستاینو نه شي پټېدلای.

    افغان ولس او تاریخ به دا تورې څېرې او د هغوی هېواد ضد دریځونه هېر نه کړي. نه یوازې د محقق دا لیک، بلکې د نورو ټولو مخالفینو پاکستان پالي دریځونه او هره کرښه د همدې مخالفینو پر تندي د پاکستان د غلامۍ مهر دی او همدا مهر یې هره ورځ د افغان ولس په منځ کې د لا زیات منفور کېدو په لور وړي. د افغانستان سوله او ثبات د محقق په څېر معامله ‌ګرو او پردي پالو په لاس کې نه، بلکې د هغه ولس په عزم کې دی چې د دوست او دښمن ترمنځ توپیر په وینو لیکل شوي تاریخ کې ګوري.

    مخکینۍ مقالهد امریکا کانګرس د ټرمپ د جګړې واک محدودولو طرحه رایې اچونې ته وړاندې کوي
    راتلونکي مقاله له خیبر پښتونخوا دوه نور جهادي ګروپونه له پاکستاني طالبانو سره یوځای شول

    مربوطه لیکنې

    تر افغانستان وروسته پاکستان کې د شریرو اربکیانو په اړه اندېښنې پارېدلې

    13 جولای 2026

    د مسعود د کورنۍ پروژه یي سیاستونه او محروم پنجشیري وګړي

    11 جولای 2026

    د پاکستان پوځي رژیم؛ د بې‌ثباته افغانستان په لټه کې

    29 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 جولای 2026

    بلخ کې د نشه‌يي توکو دوه پلورونکي نیول شوي

    د بلخ امنیه قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه ولایت…

    ترکیې د لومړي ځل لپاره سوريه کې جنګي بېړۍ ځای پرځای کړي

    14 جولای 2026

    د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د مستقيمو مذاکراتو شپږم پړاو نن پیل شو

    14 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلخ کې د نشه‌يي توکو دوه پلورونکي نیول شوي

    15 جولای 2026

    ترکیې د لومړي ځل لپاره سوريه کې جنګي بېړۍ ځای پرځای کړي

    14 جولای 2026

    د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د مستقيمو مذاکراتو شپږم پړاو نن پیل شو

    14 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،228 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.