د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس وايي، د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ هر کروندګر ته، ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم او ۱۰۰ کیلو توره او سپینه سره ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت کروندګر او بڼوال له مسوولینو د تازه میوو بڼونو او معیاري سړو خونو د جوړولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د يادونې وړ ده چې د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال یې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې ۱۵۰۰ کروندګرو ته اوږدمهاله کاري فرصتونه برابر کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version