د راپورونو له مخې د هند پولیسو پرون د ۵۶۰ کیلوګرامه کوکاین نشه يي توکو لويه بسته نيولې چې د بازار د نرخ له مخې یې بیه ۲۶۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د مالوماتو له مخې پولیسو په دې تړاو څلور تنه نیولې او په دې باور دي چې په دې قضیه کې د مخدر موادو د قاچاق یو نړیوال سازمان لاس لري چې مشري یې په نوي ډیلي کې افغانان کوي.