Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»وسه مې په تا نه رسي، مړ به دې ابا کړم
    لیکني

    وسه مې په تا نه رسي، مړ به دې ابا کړم

    صابر افغانصابر افغان31 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نوین ساپی

    پاکستان اوس خپل ګومان په افغانستان کوي، کومې کړنې نه وې چې پاکستان په افغانستان ونه کړې، کوم څه نه وو چې دوی د افغانانو پر وړاندې ترسره نه کړل؟دا چې د خیبر پښتونخوا د شانګلې په سیمه کې د چینایي انجینرانو د موټرو په یوه کاروان د مارچ په ۲۶ مه برید ترسره شو، د پنځه چینایانو په ګډون شپږ تنه پکې ووژل شول.

    د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یادو چینایانو د وژلو د عاملینو د ځپلو ژمنه په داسې وخت کې وکړه چې، د دوی دفاع وزیر خواجه محمداصف ادعا وکړه، چې د ترهګرو ځاله افغانستان دی او له هغه ځایه په پاکستان بریدونه کېږي.

    دا خوڅرګنده ده او هرڅوک په دې ستر حقیقت ښه پوهېږي، یو څوک چې اور بلوي، طبعي ده چې لوګي یې تر نورو رسي، پاکستان، تل سوزېدونکي اورونه بل کړي، د افغانستان پر وړاندې یې همیش بریدونه کړي، دا د اسلام په جامه کې دوهم اسرائیل دی. هغه وژنې او قتلونه چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته نېږي سرحدي ولایتونو کې دوی ترسره کړي، بیلګې یې زیاتې دي.

    عمده یې، د کونړ ولایت دانګام او اسمار ولسوالۍ دي، چې په ۲۰۲۲ کال یې په لسګونو ماشومان ووژل، په دا وروستیو کې یې چې کوم هوایي بریدونه تر سره کړل، د پکتیکا او خوست ولایت په ځینو ولسوالیو کې چې هیڅ د زغملو وړ نه دي.

    په تېرو شلو کلونو کې چې د پاکستان له لوري په افغانستان کوم بریدونه کېدل، د وخت ولسمشر حامد کرزي به ویل چې، د ډيورنډ هاغاړې هم افغان پښتانه قومونه مېشت دي، کاش چې پنجابیان پراته وای، مونږ به یې پر وړاندې عکس العمل ښودلی وای، دلته هم زه قتلېږم او هلته هم؛ اشرف غني به هم ورته خبرې کولې او کوم عکس المعل به یې نه ښوده.

    د سرحدي ځواکونو قومندانو او سربازانو به ویل چې مونږ ته له مرکزي حکومت څخه د پاکستان پر وړاندې د انداخت کولو اجازه نه ده راکړل شوې، همغه و چې، د پاکستان سترګه په افغانستان سره شوه؛ اوس یې چې د عمل پر وړاندې عکسل العمل ولید، ځکه دا ادعاوي کوي چې افغانستان د ترهګرو ځاله ده، دوی په پخواني سوچ او فکر کې و، چې راځه د تېر په څېر په افغانستا حمله وکړه، همغسې به ځانونه غلي کړي.

    دا دوهم اسرائیل دې له هرڅه وړاندې خپل امنیت ټینګ کړي، دو چې د کابل د نیولو ګواښ کاوه، اوس ترې يو ډله غلو په نره ټانګ تښتولی، دا د هغې وسلې کیسه شوه چې په بده ورځ کې هم په کار نشوه.

    د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اچکزی دې د واخان د نیولو خوبونه اوبو ته تېر کړي، دا خیال او فکر دې د خپلو زنګ وهلو مغزو څخه وباسي، خپل غیر سنجیده احساسات دې کنټرول کړي او خپل موقف دې وپیژني.

    مخکینۍ مقالهد تورخم کمېساري مسوولین وايي، له پاکستان څخه د یو شمېر وسلو د راوړلو مخنیوی شوی دی
    راتلونکي مقاله عدلیې وزیر: په افغانستان کې د قانون خلا تشه نه‌شته

    مربوطه لیکنې

    له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه

    24 جون 2026

    له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟

    22 جون 2026

    ایا د جمعیت ګوند به بیا راژوندی شي؟

    22 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 24 جون 2026

    د ایران د پارلمان غړی، کامران غضنفري: له مجتبی خامنه‌ای سره د شهباز شریف لیدنه د امریکا او صهیونیستي رژیم د پلان برخه ده او موخه یې د خامنه ای له منځه وړل دي

    د ایران د پارلمان غړي، کامران غضنفري د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له…

    تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

    24 جون 2026

    امریکا وایي، د زرین ګنبد دفاعي سيسټم ازموینه په بریالیتوب ترسره شوې

    24 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د پارلمان غړی، کامران غضنفري: له مجتبی خامنه‌ای سره د شهباز شریف لیدنه د امریکا او صهیونیستي رژیم د پلان برخه ده او موخه یې د خامنه ای له منځه وړل دي

    24 جون 2026

    تدارکاتو کمېسیون د ۳.۵ میلیارده افغانیو په لګښت ۱۶ پروژې منظورې کړې

    24 جون 2026

    امریکا وایي، د زرین ګنبد دفاعي سيسټم ازموینه په بریالیتوب ترسره شوې

    24 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،220 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.