د راپورونو له مخې، د پاکستان له ملاتړ څخه برخمنې یوې انټرنېټي غلې شبکې د هند د دفاع وزارت پر وېب‌پاڼو سایبري بریدونه کړي.

ویل شوي چې یادې شبکې، د هند د دفاع وزارت «MP-IDSA» او نظامي انجینرۍ خدماتو په څېر «پلېټ‌فارمونه» هيک کړي.

بل‌خوا هندي چارواکو ویلي، چې دوی پر وخت د هېکرانو مخه نیولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچونه هندي کشمیر کې پر سیلانیانو له برید وروسته خپل اوج ته رسېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version