دوستم د افغانستان په شمال کې له قزاق پلار او ایماق مور څخه زیږیدلی دی، په منځۍ اسیا کې د تزاري روس د تاړاکونو له امله د هغه ځای دین دوسته مسلمانان دې ته اړ شول چې گاونډي هېواد افغانستان ته پناه راوړي، د مهاجرت دا لړۍ همداسې له ۱۹مې پېړۍ څخه نیولې تر ۲۰مې پېړۍ پورې روانه وه، چې د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې د توردي کورنۍ هم د افغانستان پر طرف مخه کړه او د خواجه دوکوه په سیمه کې اباد شول.
تر ۱۹۳۰م کال پورې دا کورنۍ په دې وتوانېده چې له یو خټین کور سره، سره یوه ټوټه ځمکه هم ترلاسه کړي؛ د آمو سیند ورها خوا اُزبک مهاجر توردي «د دوستم غور نیکه» د ۱۹۳۰م کال په وروستیو کې ومړ، چې د مړینې پر وخت یې ۲۰ تنه د کورنۍ غړي په افغان خاوره کې پرېښودل.
عبدالرشید د عبدالرحيم زوی، د جوزجان ولايت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې زېږېدلی، چې تر شپږم ټولګي پورې يې زده کړې، کړې دي، په لومړيو کې يې له پلار سره په کرونده کې کار کاوه، خو په ۱۳۵۸ لمريز کال کې يې د شبرغان ولايت د غازو او تیلو په کان کې د مزدور په توګه دنده ترلاسه کړه.
نوموړي ته به خپلو دوستانو د دوستم يعنې ملګري خطاب کاوه، ځکه په همدې نوم مشهوره شو او وروسته يې بيا همدا «دوستم» ځان ته تخلص غوره کړ، چې له مزدورۍ څخه یې درې کاله وروسته د پرچميانو اجيرۍ ته ځان و رساوه. د ده ظلم او وحشتونه د ده د شهرت سبب شول، چې له سربازۍ څخه د ټولۍ قومندان او ورپسې د ولايت منشي او بيا د بريد جنرال په لقب ونازول شو؛ ځکه د کمونيستانو همداسې کرايي قاتلان او وحشيان په کار وو، تر څو افغان مظلوم ولس پرې قتل کړي او د پيسو بدل کې ليلن ته سر ټيټ کړي.
دوستم او ډلي يې د تاريخ په اوږدو کې دومره ظلمونه کړي چې قلم يې له لیکلو څخه عاجز دی، خو د څو ظلمونو يادونه یې کوو؛ په ۱۳۷۲ لمريز کال کې د دوستم ډلې «جنبش» له جمعیت ګوند سره د مزار شريف د نيولو پر سر جګړه وکړه، په سلګونه بې ګناه کسان يې قتل عام کړل، مالونه او کورونه یې لوټ او په پنځوسو ښځو يې جنسي تېری وکړ.
د ۱۳۷۴ لمريز کال د سنبلې پر دوه ويشتمه د بلخ ولايت د شلګري سيمې اوسيدونکي چې د دوستم له ظلمونو څخه تنګ راغلي وو او غوښتل یې د دوستم ځايي قوماندان ته سزا ورکړي، د دوستم ډلې بريد پرې وکړ؛ د نارينه ؤ تر وژلو وروسته يې پر نهه ويشت ښځو جنسي تيری وکړ او وروسته يې ووژلې، په نورو وژل شویو کې د زانګو ماشومان هم شامل وو.
د ۱۳۷۵ لمریز کال د ثور پر نهمه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د دوستم ډلې او حزب اسلامي تر منځ د تاشقرغان په خلم ښار کې جکړه وشوه، د جګړې په پايله کې يې دوکانونو ته اور ورته کړ او په سلګونه بې ګناه وګړي يې ووژل.
د ۱۳۷۶ لمريز کال د وري پر څوارلسمه دوستم او ډلې يې له ګل سرخ ميلې څخه پنځه ويشت انجونې وتښتولې او له جنسي تيري وروسته يې ټولې انجونې ووژلې.
تر ټولو ستر وحشت يې د ۱۳۸۰ لمريز کال د ليلې دښتې کې وکړ، چې درې زره تنه اسیران د دوستم او ډلې له خوا ژوندي په ځمکه کې ښخ کړای شول او په لوډرونو یې خاوري پرې واړولې.
د ۱۳۸۲ لمريز کال د ميزان پر څلورمه د دوستم د ساتونکو قوماندان محی الدين له خوا له يوه روزنتون څخه يوه اته کلنه انجلۍ وتښتول شوه، چې له جنسي تيري وروسته یې د شبرغان په جنګل باغ کې ووژل.
د ۱۳۸۶ لمريز کال د قوس پر لسمه دوستم او ډلې يې د سرپل ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې، د اسحاقزي قوم پنځوس کورنۍ په زور له سيمې څخه وايستل، مالونه يې ترې لوټ کړل او زرګونه جريبه ځمکه يې ترې غصب کړل؛ خلک يې ووژل او وروسته يې په سپيو وداړل.
له پورتنيو وحشتونو پرته هم دوستم په زرګونو قتلونو، باج اخيستلو، غلاوو، چور، جنسي تیریو او نورو جرمونو کې شکېل و. دوستم په نشو او تماشو کې هم لویه مخینه لري، همدا راز یې ملیشې په قتل، غلا، چور، جنسي تیریو او پلیتو کړنو کې ځانګړي مهارتونه او مقام لري.
د پيرم قل وحشتونه:
پيرم قل چې په قوم ازبک دی تر دې مخکې له جمعيت ګوند سره و، خو له ټاکنیزو منډو ترړو څخه يو کال مخکې کله چې دوستم کمزوری شو پيرم قل يي قانع کړ چې له ده سره يو ځای شي؛ نوموړي په تخار کې د رستاق په ولسوالۍ کې چې ډيری اوسيدونکي يې تاجکان دي په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، جنسي تیریو او په زور يوه ته د بل د لورانو په ودولو پيل وکړ؛ کله چې هغه وخت په ډېرو ولايتونو کې د سیمه ییزو پولیسو تشکيلات منظور شول هغه وخت د روستاق ولسوالۍ امنيت په قصدي ډول د پيرم قل کسانو خراب کړی وو او تر نورو مخکې يې کورنیو چارو وزارت ته د سیمه ییزو پوليسو د پنځه سوه کسيز تشکيل وړاندیز وکړ، چې تشکيل يي ومنل شو خو پيرم قل دا تشکيل د سيمې د خلکو د امنيت په خاطر نه بلکې د خپلو وحشتونو، غلاوو او نشه يي توکو د قاچاق د مشروعيت او په تخار کې د عوامو د وژلو په خاطر منظور کړ، چې د پرځېدلي جمهوریت تر پايه په همدې نوم يو نيم زر ناقانونه مسلح افرادو د تخار په رستاق او ځينو نږدې سیمو کې فعاليت کاوه.
د سيمې خلک وايي چې نه يواځې پيرم قل بلکې څو زامنو يې هم په سیمه کې په پلیتو کړنو کې لاس درلود، پيرم قل چې څو ځله يې د خالي سلاح هڅه شوې وه، ولې دا چې دوستم يې ملاتړ کوی او په شمال کې عملاً د جمعيت او جنبش تر منځ ستونزې وې، هيڅوک بريالي نه شول چې دا وحشي صفته انسان خالي سلاح کړي. داسې انځورونه هم هغه وخت راووتل چې پکې د پيرم قل او دوه زامن يې زناوو کې مبتلا وو.
دوستم تر ټولو زیات هغه وخت مشهور شو چې د لیلې دښتې او جنګي کلا وحشتونه یې ترسره کړل، هسې خو دوستم تر دغو پېښو وړاندې هم په شمال کې د پښتنو په قتل عام کې تر نورو فاشیستانو او قومپالانو وړاندې و، مګر د جنګي کلا او لیلې دښتې د تاریخي جنایاتو له ترسره کولو وروسته یې شهرت زیات شو او د دې شهرت لپاره تر ټولو ډېر کار امریکایي رسنیو ترسره کړ، ځکه چې د شوروي بلاک له دړې وړې کېدو وروسته یې له سي آی اې سره لارې جوړې کړي وې، چې لا هم تر اوسه د غرب ډول ته په نڅا دی.
عجيبه خو دا ده چې کمونيست و، د روسانو ډول ته نڅېدی، خو بيا چې کله روسان مات شول او د نجيب نظام نسکور شو، له شمالي ټلوالې سره ملګری شو او د حزب اسلامي په مقابل کې ورسره جنګېدی. ياد ساتئ چې دغه وحشي، ظالم او بې سواده جنرال ډاکټر نجيب راپورته کړ، د جوزجان منشي يې انتخاب کړ، خو د تقدير فيصلو ته بيا ګوره چې کله روسان مات شول او له شرمنده ماتې سره ولاړل، د نجيب نظام نسکور شو او غوښتل يې هند ته وتښتي ځکه کورنۍ يې ټول هند ته لېږلې وه، خو د دوستم ملېشو د دوستم په امر له هوايي ډګر څخه را وګرځوی، ورته يې ويل چې ته ځې موږ چاته پرېږدې!؟ چې موږ نه يو تللي ته هم نه شې تللای.
د جنګي کلا او د دښت ليلې وحشتونه يې بيا د سي آی اې د نوې دوستۍ او د هغوی د خوشحالولو لپاره وکړل، تر څو پرې د پوره غلام باور وکړي او ځان ته يې نږدې کړي، چې يو ځل بيا د افغانانو د قتل عام سند ورکړي او په دې قتل عام کې مرسته ورسره وکړي، چې تر ننه هماغه امريکايي ډول ته په نڅا دی.
د حامد کرزي او اشرف غني په دورو کې ټولو غربي رسنيو ورته لابي کول، اتل او قهرمان او شل رنګه القاب يې کارول. يو وخت چې په تورخم کې جګړه شوه نو رسنيو آوازې خپرې کړې چې دوستم د پاکستان د پوځ مقابل جګړې ته ځي، خو هر څه دروغ شول، ځکه دی يواځې پر مظلومانو غښتلی دی، نه پر بهرنیانو!
په غيرتمن او وحشي کې بلها فرق وي، وحشي پر مظلومانو غښتلی وي، ظلمونه او وحشتونه پرې کوي خو که زور پرې راشي نو ميدان پرېږدي، لکه دوستم چې هر وخت د طالبانو په وړاندې ميدان پرې ايښی او اوس هم بهر ته تښتېدلی؛ يو غيرتمن کس د مظلوم دفاع کوي، خو د ظالم په وړاندې بيا سخته جګړه کوي، سر ورکوي خو ميدان هيڅکله نه پرېږدي.
دوستم يو د کرايې جنګ سالار، د افغانانو قاتل، د هر پردي يرغلګر جاسوس او د پيسو لپاره هر څه کوونکی کس دی، د پیسو لپاره هر څه بایلي، ايمان، انسانيت او هر څه، خو په تېر کې بیا دا جعلي اتل د ډاکټر نجيب په توسط له عادي سربازۍ څخه جنرالۍ ته ورسېد، صبغت الله مجددي د خالد بن ولید لقب ورکړ، برهان الدين رباني ورته د زوی لقب ورکړ، حامد کرزي د ستر جنرال په لقب ونازوه، اشرف غني اول لومړی مرستیال او بيا يې د مارشالۍ په رتبې ونازوه.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.