د پاکستاني طالبانو غورځنګ له رسنیز ادرس څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د یاد غورځنګ وسله‌والو ځواکونو د دېره اسماعیل خان ولایت د ټانک ولسوالۍ اړوند اماخېل کې د عنایت الله په نوم یو پاکستانی جاسوس د یوه برید په ترڅ کې وژلی.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، « وژل شوی کس له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان پټو ادارو لپاره جاسوسي کوله او د یوشمېر طالبانو په شهادت کې یې هم لاس درلود.»

د یادونې وړ ده چې د پاکستانې طالبانو غورځنګ له‌خوا د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د پوځ او نورو امنیتي ادارو پر وړاندې په بریدونو کې د پام وړ ډېروالی راغلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version