د ایران دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د سترې محکمې له وروستي تائید وروسته، نن سهار د علي اردستاني په نوم د صهیونیستي رژیم د استخباراتي شبکې «موساد» عملیاتي جاسوس په دار وځړول شو.

د راپور له مخې، اردستاني د ټولنیزو رسنیو له لارې له موساد سره اړیکه نیولې وه او د ډیجیټلي اسعارو په بدل کې یې د یادې استخباراتي شبکې لپاره بېلابېل ماموریتونه ترسره کول.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړي د موساد د افسرانو په لارښوونه په ایران کې له یوه مشخص هویت لرونکي کس سره کتنې درلودې او راټول شوي معلومات، انځورونه او ویډیوګانې به یې ورته سپارلې.

د یادونې ده چې ایران څه موده وړاندې د عقیل کشاورز په نوم یو بل تن هم صهیونیست رژیم ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version