Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»پر بهرنيو اسعارو د بنديز دوام؛ نيمروز کې د ايراني تومان کارونه اتيا سلنه کمه شوې
    افغانستان

    پر بهرنيو اسعارو د بنديز دوام؛ نيمروز کې د ايراني تومان کارونه اتيا سلنه کمه شوې

    عمران آغاعمران آغا13 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د نيمروز ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي، په بشپړ ډول پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوي په موخه هڅې روانې دي او په وينا یې د پخوا په پرتله په نیمروز کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه اتیا سلنه را کمه شوې ده.

    د نیمروز د والي د دفتر رییس، حامد ابراهیم رسنيو ته وېلي: د ښاري نظم کمېټې له جوړېدو وروسته په نیمروز کې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه او سوداګري ۸۰ سلنه کمه شوې ده.

    ښاغلی حامد زياتوي چې موږ هڅه کوو چې په راتلونکو څو میاشتو کې په نيمروز کې د تومان راکړه ورکړه او سوداګري صفر ته راورسوو. او په وينا یې له نميروز نه هېواد ته د داخلېدونکو کسانو لپاره دورېښمو په سرحدي سيمه کې د پيسو د تبادلې غرفې جوړې کړې دي ترڅو هر څوک چې هیواد ته ننوځي وکولی شي خپلې پیسې تبادله کړي.

    په همدې‌ حال کې د نیمروز اوسېدونکي وايي، وخت ناوخت له بهرنيو اسعارو په استفادې د سوداګریزې راکړې ورکړې پرمهال دوی زیانمن شوي دي او هيله څرګندوي چې ټول هټيوال، سوداګر، او عام خلک د راکړې ورکړې پر مهال خپلې افغاني پيسې وکاروي.

    همدا رنګه دوی وايي افغانۍ د افغانانو ملي هويت دی او له دولت غواړي چې د افغانيو د کارونې او د بهرنيو اسعارو د مخنيوي په برخه کې لازم او کوټلي ګامونه واخلي تر څو ټول هېواد او په ځانګړي ډول سرحدي ولايتونه د بهرنيو اسعارو له کارونې پاک شي.

    نیمروز یو له هغه ولایتونو دی چې له ایران سره ګډه پوله لري او په تېرو شلو کلونو کې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکو  پېر او پلور پر ايراني تومان کاوه.

    مخکینۍ مقالهپروان کې ۲۳ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
    راتلونکي مقاله مسیر ورځپاڼه: جگړه‌ځپلو سیمو ته لا هم پاملرنه نه ده شوې

    مربوطه لیکنې

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    1 مې 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026

    ملي تدارکاتو کمېسیون د نږدې ۳میلیارده افغانیو په لګښت ۱۹ پروژې منظورې کړې

    30 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 مې 2026

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، د ياد وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال…

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ټولګټو وزارت مرستيال قزاقستان کې د اوسپنې پټلۍ نړيواله غونډه‌ کې ګډون کړی

    1 مې 2026

    په مقاومت جبهه کې د انشعاب پایلې او کاغذي نهضتونه

    30 اپریل 2026

    تېره میاشت د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۸۴زره ټنه انتقالات شوي دي

    30 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،161 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،095 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،195 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.