پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې د دغې تړانګې په جنوبي ښار، رفح کې دوه تنه عام فلسطینیان شهیدان شوي او همداراز په خان یونس سیمه کې درې نور ټپيان شوي دي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یاد رژیم سمندري ځواکونو تېره ورځ د غزې پر سواحلو هم بریدونه کړي. سرچینې په دغو بریدونو کې د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د صهیونیستي رژیم او حماس اسلامي غورځنګ ترمنځ د اوربند لومړی پړاؤ د تېرې اونۍ په وروستیو کې پای ته ورسېد، خو دواړه لوري د راتلونکو اقداماتو لپاره لا هم کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.