یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
په افغانستان کې یو کوچنی متعصب اقلیت موجود دی، چې نه ځان افغان بولي، نه هم پوره مسلمان ځان ته وایي، کله کمونست شي، کله دیموکرات، کله د یهودو در ته کښېني، کله د کلیساوو دروازې ټکوي، نه هم درې رنګه بیرغ مني او نه هم سپین توغ، په افغانستان کې له هر جوړېدونکي حکومت سره تر هغې پورې جوړ نه راځي، ترڅو یې چې بشپړ حکومت یرغمل کړی نه وي.
یاد اقلیت چې د یو بشپړ قوم نمایندګي هم نه شي کولی، بلکې له یو څخه د زیاتو هېوادونو د جاسوسۍ او غلامۍ پړی پر غاړه لري، څوک خپله دره په اېران پورې تړي، په داسې حال کې چې دغه تړاو خورا خندونکی دی، ځکه چې یاده سیمه له اېران څخه دومره په لرې محدوده کې واقع ده، چې ترمنځ یې لس، پنځلس ولایتونه او د یو بشپړ هېواد پایتخت قرار لري او څوک بیا یاده دره په تاجکستان پورې تړي، څوک ورته د فرانسې برخه وایي، لنډه دا چې په یاده دره او د درې په حیثیت چې هر چېرته ښه قېمت راغلی دی، پلورل شوې ده.
دغه شرمونکی تخم د روسانو د اشغال په وخت کې وکرل شو، د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، اېران، امریکا/ ناټو او هر شر اچونکي هېواد یاد متعصب اقلیت ته وخت نا وخت سَرَه(کوډ) ورکول کېده، ترڅو یو متعهد او یو موټی هېواد په بېلابېلو هېوادنو او برخو و وېشي، او بالاخره ټول قومونه له یو بل سره غوښه او چاړه کړي.
د افغانستان ستونزه د پښتني جغرافیې څخه د غیر پښتون په جلا کولو سره نه شي حل کېدای، تېر تاریخ دا وښودله چې د غیر پښتون قومونو تر منځ ستونزه د پښتون او غیر پښتون تر منځ ستونزه کمه نه د افغانستان ستونزه د ټولنې د “ټولنیز پوهاوي” ټیټه کچه او د واکمنانو او سیاسي اشرافو د نه پوهېدو وړ ماهیت دی، چې د ولس د توکمپالنې او د واکمنانو او سیاسي اشرافو د انحصار، تبعیض او فساد په بڼه بیا راپیدا کېږي؛ په هر دور کې بیا بغاوت او سقوط او… او له بده مرغه دا شیطاني کړۍ د افغانستان د سیاسي فرهنګ د حاکمیت یوه ځانګړنه ګرځېدلې ده.
د افغانستان د ستونزې د حل لاره “تجزیه” نه ده، بلکې د ټولنې د “ټولنیز پوهاوي” د کچې لوړول او د ټولنیز او کلتوري تکثیر د شتون منل او په افغانستان او په دې جغرافیه کې د مېشتو ټولو ملیتونو او وګړو اساسي حقونو ته درناوی دی.
د یاد اقلیت ملي قهرمان د پنجشېر د زمرودو قاچاقبر و او په ټول هېواد کې د آبادۍ یوه کوچنۍ نمونه هم نه لري، دی او د ده کابینه د هېواد او سیمې په کچه مېلیونران شول، دومره یې ترلاسه کړې دي، چې لمسیان به یې هم مزې چړچې پرې کوي او د یادې درې مظلوم او ساده لوحه ملت په یوه مړۍ ډوډۍ پسې شپه او ورځ لالهانده دي.