یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي دي، چې په غزه کې د جنګ د ودرېدو او موقت اوربند د رامنځ کېدو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن منځني ختیځ ته تللی دی.

د رویټرز خبري اژانس ویلي، چې نوموړی به په جده کې د سعودي عربستان او قاهره کې له مصري چارواکو سره د غزې د اوربند په اړه خبرې اترې وکړي.

دغه امریکایي چارواکی داسې مهال منځني ختیځ ته سفر کوي، چې ټاکل شوې د همدې اونۍ په دوام په قطر کې د غزې د جګړې د اوربند په هدف خبرې له سره پیل شي.

شاوخوا یوه میاشت د امریکا، قطر، مصر او نورو ښکېلو هېوادونو او ډلو ترمنځ په غزه کې د اوربند د رامنځ ته کېدو په موخه خبرې روانې دي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

رسنۍ داسې مهال په قطر کې د غزې د اوربند په اړه د خبرو د بیا پیل راپورونه ورکوي، چې اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په رفح ښار تازه عملیات پیل کړي دي.

په سیمه کې د (TRT) رسنۍ د فلسطین ځايي مسوولینو په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیلو اشغالګرو ځواکونو د غزې تړانګې په جنوبي ښار “رفح” کې عملیات پیل کړي دي.

رسنۍ وایي، چې د اسرائیلي ځواکونو د ظلمونو څخه د ځان او کورنیو د ساتنې په موخه میلیونونه فلسطینیانو نورو ځایونو ته پناه وړې ده.

د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دې وخته د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو په جګړه کې نږدې ۳۲ زره بې دفاع فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور لا تر خاورو لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version