تېره ورځ مازيګر ناوخته يو شمېر برېدګرو د پاکستان د بلوچستان ايالات په ګوادر بندر په اداري کمپلکس بريد وکړ، چې ګڼ مالي او ځاني زيانونه يې واړول.

يو شمېر رسنيو د بلوچستان ایالات د مسولينو په حواله راپورونه خپاره کړي او ويلي يې دي، چې د چهار شنبې ورځ مازيګر مهال اته برېدګرو د ګوادر په اداري کمپلکس لومړی یوه درنه چاودنه وکړه او بيا اداري کمپلکس ته ننوتل او جګړه يې پیل کړه.

د ګوادر مرستيال کمېشنر رسنيو ته ویلي، چې جنګ ړ شپې تر ناوخته پورې دوام وکړ، هغه وايي چې په دې برېد کې يوازې، يو پوليس افسر وژل شوی، خو يو شمېر رسنيو بیا ويلي چې په برېد کې د اداري کمپلکس ډېره برخه له منځه تللې او د دغه بريد تلفات زيات دي.

د پاکستان حکومت زیات وخت د داسې برېدونو د مرګ ژوبلې ارقام يا پټوي او يا يې هم ډېر وروسته له رسنيو سره شريکوي.

رويټرز خبري اژانس په ګوادر بندر کې د يوه حکومتي چارواکي سعيد احمد عمراني په حواله ليکلي، چې په ګوادر کې د بريدکوونکو لخوا د استخباراتي ادارو په ګډون يو شمېر دولتي ودانۍ په نښه شوې دي.

عمراني رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د پاکستاني ځواکونو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه ارقام راټولوي.

په دغه ځای کې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې لومړی يوه درنه چاودنه وشوه، د نږدې شاه خوا سيمو ور اخوا لريو پرتو سيمو کې يې هم غږ اورېدلی شوی او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولي.

دوی زياته کړې، چې له لومړنۍ درنې چاودنې وروسته د اته وړو چاودونو او ډزو غږونه هم اورېدل شوي، چې د شپې تر ناوخت يې دوام وکړ.

د بلوڅو ازادي غوښتونکو غورځنګ د دغه بريد مسوليت منلی او وايي، چې په ګوادر کې يې د پاکستان استخباراتي تاسیسات يې په نښه کړي او او د ISI څلور لوړ رتبه مامورینو ترڅنګ يې ګڼ شمېر نورو حکومتي چارواکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ګوادر بندر هرمز تنګي ته نژدې د عرب سمندرګي د تېلو د بېړيو يوه حياتي او ستراتيژيکه لار ده، چې دغلته د پاکستان ډېر مهم حکومتي دفترونه شته، د ايس کمپلکس کې د برېښنا چارو اړوند د ( واپډا) د ټاکنو کمېسيون او نور مهم امنيتي دفترونه هم شتون لري.

دغه بريد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې څه موده وړاندې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ په يوه مرکز درنه چاودنه شوې وه او تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي و.

په دغه برېد کې د پاکستان ګڼ شمېر پوځان وژل شوي او ژوبل شوي و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version