امریکایي ديپلومات پاکستان کې د ترسره شويو پارلماني ټاکنو د بینظمیو په څيړلو ټینګار کړی دی.

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا یو لوړپوړی ډيپلومات ډونالډ لو ( Donald Lu) وایي، که پاکستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې ترسره شوې بې نظمۍ ونه څېړي، دا کار به د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې زیانمنې کړي.

ده تېره ورځ د امریکا د استازو جرګې یوې فرعي کمېټې ته ویلي چې متحده ایالتونه د پاکستان د تېرې فبرورۍ میاشتې د ټاکنو په اړه ” جدي اندېښنې” لري او په خبره یې که اړتیا وي، ټاکنې دې له سره وشي.

نوموړي ویلي، هغه سیمو کې چې د ټاکنو پر وخت درغلي او لاسوهنه شوې، باید له سره ټاکنې وشي، په هغه صورت چې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون یې تائید کړي.

د تېرې فبرورۍ میاشتې په اتمه نیټه پاکستان کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې چې هیڅ یوه ګوند په کې اکثریت ونه ګاټه اوپه پایله کې دوو ګوندونو ایتلافي حکومت جوړ کړ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version