Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»په لبنان د اسرائیلو د وحشي بريدونو دوام؛ د حزب الله د يو بل قومندان په ګډون نږدې ۶۰۰ کسان وژل شوي
    منځنی ختیځ

    په لبنان د اسرائیلو د وحشي بريدونو دوام؛ د حزب الله د يو بل قومندان په ګډون نږدې ۶۰۰ کسان وژل شوي

    صابر افغانصابر افغان25 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    الجزیره نړيوال ټلويزيون د لبنان روغتیایي چارواکو له قوله ليکي چې د دې هېواد په جنوب کې د صهيونيستي اسرائیلو د وروستیو دوو ورځو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۶۴ ته رسېدلی دی.

    الجزیره همدارنکه زياتوي چې نن چهارشنبه سهار وختي حزب الله په يوه اعلاميه کې د خپل يوه جګپوړي قومندان ابراهيم محمد قبيسی د وژل کېدو خبر تاييد کړ، او زياته کړې یې ده چې هغه د صهيونيستي اسرائیلو په پروني بريد کې چې د بيروت په جنوب د «الغبيره» په نوم سيمه کې یې په يوه لوړ پوړيزه ودانۍ کړی وژل شوی.

    له کله چې صهيونيستي اسرائیلو په غزه يرغل وکړ، حزب‌الله د غزې په دفاع کې له صهیونیستي اسرائیلو سره په جګړه کې ښکېل شو، او ډېری وخت یې په خپلو توغنديزو بريدونو صهيونيستي اسرائیلو ته پراخه مرګ ژوبله او زيانونه اړولي.

    صهيونيستي اسرائیلو د دوشنبې په ورځ د لبنان پر جنوب او ختیځ په سلګونو هوایي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې په زرګونو کسان اړ شوي چې له خپلو کورونو نورو ځایونو ته کډه شي.

    هاخوا بيا اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی چې، پرون سه شنبه حزب الله له لبنان څخه د دې هېواد پر جنوبي سیمو څه باندې درې سوه توغندي ویشتلي چې پراخ ځاني او مالي زيانونه یې اړولي.

    د لبنان د حزب الله او صهیونیستي اسرائیلو تر منځ جګړه داسې مهال پراخه شوه چې په دې وروستيو کې حزب الله د غزې د مظلومو خلکو په دفاع کې په اسرائیلو پراخ بريدونه ترسره کړل، او تازه یې هم په يوه بيانيه کې وېلي چې دوی به تل د غزې دفاع ته چمتو وي او تر وروستۍ سلګۍ به د صهيونيستي رژيم پر وړاندې جنګېږي.

    مخکینۍ مقالهد روسیې په هوايي برید کې ۳۴ اوکراینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
    راتلونکي مقاله فراه کې د يوې ديني مدرسې د‌ جوړولو چارې بشپړې شوې

    مربوطه لیکنې

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    26 جولای 2026

    ملګرو ملتونو له اسرائیلو د سوریې له خاورې د وتلو غوښتنه کړې

    26 جولای 2026

    حوثیانو د سعودي عربستان پر ضمد ښار او خميس مشیط هوايي ډګر بريدونه ترسره کړي

    25 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 26 جولای 2026

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    الجزیرې راپور ورکړی، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي، حکومت یې له اسراییل سره…

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې ولسمشر احمد الشرع: له اسرائیل سره د امنیتي هوکړې له لارې هر اړخیزې سولې ته د رسېدو هڅه کوو

    26 جولای 2026

    د افغانستان او ازبکستان د بانکي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    26 جولای 2026

    د وروستیو سېلابونو او توپانونو له امله ۳۴ کسان شهیدان او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې

    26 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.