د هرات ځايي چارواکي وايي، د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې یې زلزله‌ځپلو ته ۷۳ نوي کورونه سپارلي دي.

د هرات مرستیال والي مهاجر فراهي وايي، زلزله‌ځپلو ته د کورونو جوړولو کار لا هم روان دی او ۱۰۰۰ نوي کورونه هم جوړېږي.

د فراهي په خبره، د دې کورونو ترڅنگ روغتیايي مرکزونه او ښوونځي هم جوړېږي.

په هرات کې د وروستۍ زلزلې له امله د زرگونه خلکو د شهیدان کېدو سربېره زرگونه کورونه هم ویجاړ شول، چې اوس د حکومت سربېره د ځینو بنسټونو له لوري د کورونو جوړولو کار روان دی.

د یادونې وړ ده، څه موده وړاندې په یاد ولایت کې ۸۰ کورونه هم زلزله‌ځپلو ته سپارل شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version