د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت وایي، نن سې شنبه د مرغومي اتلسمه عامې روغتیا څلور لاري ته نږدې آریانا څلورلارې له اساسي رغولو وروسته بیا پرانیستل شوه.
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست مرستیال انجنیر شریف الله قادري نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ویلي، له عامې روغتیا څلور لارې څخه تر اریانا څلور لارې پورې څه باندې یو کیلو متر اوږد او شپاړس متره پلن غځېدلی واټ کابل ښاروالي د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت په درې میاشتو کې په پاخه او اساسي توګه ترمیم او رغولی دی.
د یادونې وړ ده چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا ځل حاکم کېدو وروسته په کابل او نورو لویو ښارونو کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال تړل شوې لارې او کوڅې بېرته د هېوادولو پر مخ پرانیستل شوي.