د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې مسئولینو ویلي؛ چې وسله والو د پولیو د واکسین د تطبیق د یوې ډلې پر ساتونکو برید کړی چې په پایله کې یې دوه پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو ځايي مشر ملک سکندر رسنیو سره په خبرو کې دا هم ویلي چې، یو پولیس د پیښې په ځای کې وژل شوی او دوهم یې روغتون ته په لاره مړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه پېښه کې د پولیو د واکسین کارکوونکو ته چې د پېښې پر مهال د یو کور دننه و، زیان ندی رسیدلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version