د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولايت په ګیان او برمل ولسوالیو کې د ۲ روغتیایي مرکزونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د مسوولینو په خبره د ګیان په ولواس او د برمل په ډنګر لګد سیمو کې د (یو.ان.اېچ.سي.آر) مؤسسې په مالي ملاتړ د ۶۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو روغتیایي مرکزونو د اساسي جوړولو چارې پیل شوې.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د سیمې خلک هم خوښ دي، چې د دوی په سیمه کې د لومړي ځل لپاره په دومره لوړه کچه د روغتیایي مرکزونو د بنسټ ډبرې ایښول کیږي.
ګیان او برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ دي، چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یوې زورورې زلزلې ولړزولې او پایله کې سلګونه کسان مړه او زرګونه نور ټپیان شول.