د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، په پام کې ده، چې د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره شپږ میاشتنی پروګرام پيل کړي.

د دوی په خبره دا پروګرام دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه به یې له اړوندو ادارو او کارخانو مسوولینو سره همغږي او دویمه برخه یې د رسنیو او جوماتونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی وي.

د کابل اوسېدونکي وايي، دوی د ژمي په موسم کې د هوا ککړتیا له کبله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او له مسوولینو غواړي، چې د دغې ستونزې د مخنيوي لپاره لاس په کار شي.

د یادونې وړ ده، چې هر کال ژمی په کابل کې د هوا ککړتيا تر ټولو لوړې کچې ته رسېږي چې عمده لاملونه یې د فابريکو له او کورنيو لخوا د بې کيفيته توکو سون توکو ګټه اخيستل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version