د کورنیو چارو وزارت وايي، د څلورمې امنیتي حوزې پولیسو هغه ښځه نیولې چې د سرو زرو له یوې هټۍ څخه یې د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت زر غلا کړي وو.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغې ښځې د کابل ښار شهرنو سیمه کې له یوې هټۍ څخه د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت سرهٔ‌زر غلا کړې وو، چې پولیسو ته تر خبرتیا وروسته یاده ښځه ونیول شوه او زر یې خپل مالک ته وسپارل شول.

که څه هم په کابل کې د غلا، وژنو او جنايي پېښې کمې شوې دي او پولیس یې په مخنیوي کې بریالي شوي؛ خو لا هم وخت ناوخت د ځینو جنايي پېښو راپورونه ورکول کېږي.

د کابل امنیه قومندانۍ له خلکو غوښتي چې د هرې پېښې وروسته پولیس خبر کړي، چې عاملین یې ژر تر ژره ونیول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version