په کندهار کې د سنو فارما درملو فابريکې مسوولين وايي، چې د روان کال تر پايه به د درملو توليدات تر ۱۷۰ قلمه ورسوي.

د يادې کارخونې مسوولین وایي، دمګړی شاوخوا ۱۵۰ قلمه درمل جوړوي، چې شربت، ټابليت او کپسول په کې شامل دي.

د یادې فابریکې رییس وايي، اوسمهال یې د هېواد ۹۰ سلنه برخه له خپلو درملو برخمنه کړې او پلان لري، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا کړي.

نوموړی وايي، دا مهال د سنو‌ فارما کارخونه کې دننه ۳۰۰ او سل نور کسان له کارخانې باندې په ټول هېواد کې کار کوي، چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

بل لور ته بيا د کندهار د صنایعو خونې مسوولین هم د سنو فارما فابریکه د باکیفیته درملو لپاره ښه مرکز ګڼي او په وينا یې تمه لري چې ياده فابريکه ډېر ژر د درملو تولید لا ډېر او پراخه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version