د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت وايي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵۲۰۰ متره په اوږدوالي د يوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد دېوال د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، دوی هغو پروژو ته لومړیتوب ورکوي چې د هیواد په ځان بسیا کېدو کې مرسته کوي.

دغه دېوال د سپین بولدک ولسوالۍ په ترکزي، کڅي، سوزاده خېل، قاضیانو او ګلان کلیو کې جوړ شوی او د سلګونو هکټاره کرنیزې ځمکې او کورونه د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیانونو خوندي کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version