د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، د فاریاب په پلچراغ ولسوالۍ کې یو ځوان په بې‌رحمه او وحشیانه ډول شکنجه شوی، چې له عاملینو سره به یې جدي او قانوني چلند وشي.

د ښاغلي قانع په خبره، د يوه ځوان بې‌رحمه او وحشيانه ډول شکنجه کول په هېڅ صورت د توجيې وړ نه دي او له عاملينو سره به يې جدي او قانوني چلند وشي.: «د کورنيو چارو وزارت مشرتابه ددغې بوږنوونکي پېښې وروسته د فارياب د پوليسو ځایي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ددغه جنايتکارانه عمل عاملين ژر تر ژره وپېژني او ویې ونيسي. د یادې پېښې په تړاو ۱۰ تنه تورن کسان پېژندل شوي وو چې ۶ تنه یې پولیسو نیولي او پاتې یې تر جدي څار لاندي دي.»

دی وايي، د پولیسو د لومړنیو څېړنو پر بنسټ د یاد ځوان شکنجه د یو کور دننه د شخصي او قومي دوښمنۍ له کبله وه، چې په دې تړاو د پولیسو لا نورې څېړنې روانې دي.

له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې هغه انځورونه خپرېدل چې یو ځوان سخت شکنجه شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نیول شوو کسانو نومونه، دندې او مسوولیتونه نه دي ښودل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version