د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ مسولین وایي، چې په دې ولایت کې پنځه تنه د غلا په تور د ملي امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پنځه تنه د تېرې یوې اونۍ پر مهال د کندوز ولایت مرکز اړوند په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو لخوا نیول شوي دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، یاد اشخاصو په بېلابېلو سیمو کې غلاوې کولی او په اړه یې خلکو شکایتونه لرل.
په اعلامیه کې راغلي، چې نیول شوي اشخاص دا مهال تر پوښتنو او ګرویګنو لاندې دي او تر لومړنیو پلټنو وروسته به د زیاتو څیړنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.
ملي امنیتي ادارو مسولین وایي، چې ټول هغه اشخاص به د قانون منګولو ته وسپاري، چې د غلاوو تر څنګ نور غیر قانوني کړنې او اعمال ترسره کوي.
دوی هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې په ډاډه زړه خپل ورځني چارې پرمخ یوسي او د هیڅ ډول ویرې احساس دې نه کوي.
یاده دې وي، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر اشخاص د غلا په تور نیول شوي دي، چې د زیاتو پلټنو په موخه عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي او ګڼ شمېر یې د خپلو اعمالو په سزا رسول شوي هم دي.