د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شېنگ سره لیدلي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیايي مراکزو هر اړخیز ملاتړ چې د چین له لوريجوړ شوي، په روغتیايي برخه کې د پانگه اچونې او د ساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه بحث خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بلل شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه شوې ده.

که څه هم په هېواد کې سلگونه دولتي او خصوصي روغتونونه شته؛ خو په هېواد کې لا هم د روغتیا په برخه کې گڼو کادرونو ته اړتیا ده، چې افغان ناروغان کور دننه درملنه وکړي او بهرنیو هېوادونو ته د خپلې درملنې لپاره اړ نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version