د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بې‌اسناده کډوالو د جبري اېستلو له امله د ملي بېړني حالت د اعلانولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

ياده ورځپاڼه وايي په یوه بیان کې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به د امریکا په تاریخ کې په لوی شمېر د بې‌اسناده خلکو د شړلو لپاره ټولې پوځي اسانتیاوې وکاروي.

د يادونې وړ ده چې ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پر مهال په وار، وار ویلي و، چې ټول بې‌اسناده کډوال به له دغه هېواده وباسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version