د پنجشېر ولایت د امنیه قوماندانۍ د لومړۍ امنیتي حوزې په جنګلک سیمه کې د بزکشۍ ملي او دودیزه لوبه د سلګونه تنو مینه‌والو په شتون کې ترسره شوې.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حقمل سعد ویلي چې دا سیالۍ د پروان، کاپيسا، هرات او پنجشېر ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسر شوې، چې په وینا یې د پنجشیر ولایت لوبغاړو پکې تر نورو زیات امتیازات ترلاسه کړي.

د نوموړي په وینا د دې لوبې د کتلو لپاره د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم په ګډون د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو مسؤلینو، قومي مشرانو او د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه د سپورټ مینه‌وال لوبغالي ته ورغلي وو.

بل خوا د لوبې ګډونوالو د امن فضا ستاینه کړې او د دۍ ولایت رهبري یې د دغې مهمې سپورتي او کلتوري برنامې د ښه تنظیم له امله ستایلې ده.

د پنجشېر د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، د دغه ولایت والي او امنیه قومندان د لوبغاړو د هڅونې لپاره زرګونه افغانۍ نغدې انعامونه وېشلي، چې لوبغاړو یې مننه وکړه او د دوی دا هڅونه یې د لوبو د لا ودې لپاره مهمه بللې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version