اسرائیل وار روم (د اسرايلو د جګړې خونه) وايي، دا احتمال چې پاکستان، سعودي عربستان، قطر، کویټ او عمان به له اسرائیلو سره په یوه سنګر کې جګړه وکړي، د دوی د ۲۰۲۶م کال په اټکلونو او حساب کې نه و.

سرچینې ويلي، پاکستان په داسې حال کې له اسرائیل سره اوږه پر اوږه ودرېده، چې د هسپانیې او بریتانیا په څېر اروپايي هېوادونه له دې جګړې ځان لرې او بې طرفه ساتي.

اسرائیل دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ايران ته خبرداری ورکړی، چې سعودي کې د امريکا پر نظامي هډو دې برید نه کوي او د سعودي-پاکستان دفاعي تړون دې په پام کې ونیسي.

د اسرائیل او پاکستاني رژيم پټې اړيکې په دې وروستیو کې تر ښکاره همکاریو رسېدلي او ياد رژيم د ټرمپ تر مشرۍ لاندې غزې ته د حماس غورځنګ پر ضد جګړې لپاره خپل پوځیان هم واستول.

هندوکش‌غږ

ځواب پریږدئ

Exit mobile version