د اسرائيلو د دفاع وزير يوف ګالنټ د اکتوبر په ۱۸مه وويل، د ايران پر ضد د اسرائيلو د پوځ ځوابي بريدونه به وژونکى، دقيق او تر ټولو مهم حیرانوونکی وي.
د یروشلم پوسټ په وینا، ګالنټ د اسرائیلو د پوځ د ۹۹۰۰ استخباراتي څانګې سره په خبرو کې وویل چې:”د ایران یرغل ډله ییز خو بې پایلې و.
” په مقابل کې، زموږ برید به وژونکی، دقیق، او تر ټولو مهم، حیرانونکی وي؛ دوی به د برید پر څومره والي او څنګه والي پوه نه شي او یواځې به یې پایلې وګوري”.