د المیادین رسنۍ د خبر له مخې د جرمني د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیرانو اسرائیلو ته د وسلو د ورکولو لړۍ بنده کړې ده.
المیادین په خپل راپور کې د جرمني چارواکو له قوله ویلي، المان دغه پرېکړه په غزه کې د روانې نسل وژنې په غبرګون کې کړې ده.
سرچینې د الماني چارواکو په حواله ویلي، اسرائیل باید دوی ته لیکلی تضمین ورکړي، چې د دې هېواد وسلې به په غزه او یا نورو سیمو کې د ملکي وګړو پر ضد نه کاروي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې اسرائیل په روانه جګړه کې له ستونزمن وضعیت سره مخ شوی او لرې نه ده چې سخته ماتې وخوري؛ همدار راز د نامعلوم برخلیک او کړکېچن اقتصادي حالت له امله له دغه هېودا څخه خلک په وتلو دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې فرانسې هم اسرائیلو ته د وسلو د ورکړې د لړۍ د بندېدو خبر ورکړی و.