د پاکستاني طالبانو د څو لوریو له اتحاد څخه جوړ «اتحاد المجاهدین پاکستان» سازمان په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې خیبر پښتونخوا او ګلګېټ-بلتستان کې یې پر پاکستاني عسکرو بریدونه کړي دي.
د یاد سازمان په وینا، وسلهوالو یې د ګلګېټ-بلتستان ایالت د کوهستان ولسوالۍ په داریل سیمه کې پر پاکستاني عسکرو برید کړی، چې له امله یې یو پاکستاني عسکر هلاک شوی دی.
دغه سازمان په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا د باړې ولسوالۍ په مربوطاتو کې یې هم د پاکستاني عسکرو پر ګزمې برید ترسره کړی، چې پکې د دوی په خبره ګڼ پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي دي.
د پاکستان پوځي رژیم ځایي چارواکو تر دې مهاله د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
#هندوکشغږ
