د سوریې ولسمشر احمد الشرع د مصر په پلازمېنه قاهره کې د عربي هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې ویلي، چې د فلسطینیانو د جبري شړلو هڅې، د ټولې عربي نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.
نوموړي د خبرو پر دوام ټینګار کړی چې، د صهیونیستي رژیم سرغړونې د عربي هېوادونو یووالي ته اړتیا لري او په وینا یې، عربي هېوادونه باید خپل دریځونه متحد کړي او د فلسطیني وګړو ملاتړ ته ور ودانګي.
الشرع ټينګار کړی، چې د سوریې خلک په هر ډول حالاتو کې د فلسطین ترڅنګ ولاړ دي او د صهیونیستي رژیم پر ضد به یې هر ډول مرسته وکړي.