د تسنيم خبري اژانس د راپور له مخې، د لبنان د عربي اسلامي شورا عمومي مشر محمد علي الحسیني، چې د حزب الله ډلې د وژل شوي مشر حسن نصر الله د ترور وړاندوینه یې هم کړې وه، تازه ادعا کړې چې حسن نصر الله اسرائیل نه بلکې امریکا وژلی دی.
په ورته مهال د حزب الله ډلې يوه بل غړي «نواف الموسوي» له الميادين رسنۍ سره په خبرو کې ويلي چې، د لبنان پر وړاندې د اسرائيلو د جګړې پيل د امريکا په مستقيم امر او ښکېلتيا ترسره شوی دی، هغه زياته کړې هغه توغندي چې د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله په وژلو کې کارول شوي اسرائيل یې نه لري او په ځانګړي ډول د همدې عملياتو د ترسره کولو لپاره له امريکا څخه راوړل شوي دي.
ياده دې وي چې، د تېر ميلادي کال د سپټمبر مياشتې په ۲۸ مه د لبنان په مرکز بیروت کې د اسرائیلو له لوري د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله په استوګنځي پراخ توغنديز بريد ترسره شو، چې په پايله کې یې نوموړی د حزب الله ډلې له نورو لوړپوړو مشرانو سره يوځای ووژل شو.