یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

اوومه او وروستۍ برخه!

د پنجشیر په کانونو باندې د احمدشاه مسعود د واکمنۍ پر مهال د زمردو تیاره برخلیک:

د احمد شاه مسعود پر اوښي سربېره چې د زمردو کاروبار یې کاوه، “د پټو ګران بیه ډبرو؛ د وحشت اړخ” په مستند فلم کې د احمدشاه مسعود تر څنګ یو بل کس هم لیدل کېږي چې د زمردو په تجارت کې لوی لاس لري، دی د زمردو د بازار لویه سټه بلل کېږي تر دې چې د بازار نرخ ټاکل هم د هغه په لاس کې دي.

لکه څرنګه چې تمه کیده دا کس محمد ګل نومېږي، په تېرو وختونو کې یې له احمدشاه مسعود سره نږدې اړیکې درلودې او د ده په وینا هغه مهال د مسعود موټر چلوونکی و، په ۱۹۸۰ م کلونو کې مسعود نوموړی دې ماموریت ته اړولی وو تر څو د زمردو له کان لرونکو څخه یو اندازه زمرد واخلي او په خارج کې یې وپلوري.

د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د چنګاښ په دویمه نېټه طلوع ټلویزیون راپور خپور کړ چې په هغه وخت کې د معدن سه هزار ساحه د غیر مسوولو وسله والو یا هماغه د مسعود د کسانو له خوا لوټ شوې وه.

د غرب لخوا د تپل شوي رژيم په ختمېدو سره له افغانستان څخه د نکټایي پوش لوټمارانو لمن ټوله او لاسونه يې د دې خاورې له کانونو څخه پرې شول.

هو!

د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د جمهوري نظام برعکس، دولت د کانونو د استخراج په بهیر بشپړ کنټرول پیدا کړی، د زورواکو له خوا په غیر قانوني توګه د زمردو د کانونو د استخراج مخه نیول شوې، کانونه اوس په قانوني توګه کیندل کېږي او په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان په نوم پلورل کېږي.

د وروستۍ خبرې په توګه په ډاډ سره ویلای شو چې د نن ورځې باغیان د پرون لوټماران دي، د اسلامي نظام پر وړاندې د دوی د بغاوت یو لوی لامل د ملي شتمنیو له لوټلو څخه د دوی بې برخې کېدل دي.

له همدې امله دوی د ولس ملاتړ، د ښځو د حقونو دفاع او له داسې نورو بې ځایه او دروغجنو شعارونو څخه کار اخلي، ترڅو یو ځل بیا په افغانستان کې خپله د لوټمارۍ لمن خوره کړي، خو دا یو بې ځایه تصور دی، ځکه نه یوازې افغان ملت بلکې د دوی پخواني باداران هم د دې فاسدو خلکو له اصلي ماهیت څخه خبر دي، په خپله د احمد مسعود په وینا، نور د دې جعلي جبهې لارويان هېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version