یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

په افغانستان کې د قومي او سمتي جګړو ډبره د شر او فساد لارویانو کېښوده.

په کابل کې د تنظیمو جګړې د احمدشاه مسعود له لورې په داسې حال کې پیل شوې چې د هېواد ټول وګړي په یو ټغر راټول وه، نوموړی چې د شوروي ښکیلاک سره پوره بلد او ګڼ تړونونه لاسلیک کړي وه، تر څنګ یې د پاکستاني استخباراتي ادارې ISI سره ژورې اړیکې لرلې.

د دې اړیکو نه په ګټې اخیستنه احمدشاه مسعود د تنظیمونو جګړې قومي او سمتې جګړو ته واړولې؛ د فساد ملګرو د (جمیعت) تنظیم له لارې چې اکثر یې تاجکان او احمد شاه مسعود یې قومندان و، په نورو قومونو سخت ظلمونه پیل کړل.

هر قوم د ځان ساتلو او خپل غچ اخېستلو لپاره د خپلو همزبانه تنظیمونو سره ودرېدل؛ او د مقابل لوري ګناهکار او بې ګناه ټول یې د ظلمونو او لمبو لاندې ونېول، یو وخت داسې حالت راغی چې له یو او بل به د کابل په ښار کې په دې سرونه پرې کول چې ستا پوزه ولې لوړه او ستا پوزه ولې پیته/چیته ده!؟د فکري پوهنې او نورو کتابو لیکوال عبدالهادي مجاهد صاحب! په یو بیان کې وایي: ما د کابل په ښار کې په خپلو سترګو ولیدل چې مسعود ډلې یو هزاره رانیولی و، ورته ویل یې: ستا پوزه ولې چیته/پیته ده؟ هغه هزاره په منت ورته ویل چې الله تعالی داسې پیدا کړې ده؛ نو دې کې زما څه ګناه ده؟ هغوی ورته بار-بار چې نه ستا د پوزه ولې چیته/پیته ده؟ په همدې یې وواژه.

ښاغلی استاد زیاتوي، چې په موټر کې به له سپرو پوښتنه کېده، که چا به قورتو ته قووروت ووې هغه به وژل کېده، ویل به یې چې دا زمونږ د ژبې سړی نه دی.

د شر او فساد ډلې دې خاورې ته یواځې یرغلګر نه دي راوستي، بلکې دلته یې داسې دوښمنۍ او شرونه جوړ کړې دي، چې تر ننه یې هم ډېر تنې په لمبو نېولې دي.

نن هم د شیطان ملګري سمتي او قومي جګړو ته لمن وهي، هزاره قوم د دې ملت عزتمند قوم دی، چې د نورو قومونو غونده ساتنه او پالنه یې کېږي.

د شر او فساد ملګري اوس هڅه کوي، چې خپل خباثتونه د یو څو کاذب شعارونو او ټویټونو تر شاه پټ کړي، خو دا یې هیر کړي چې ولس د دوی لعینې څهرې پېژندلې دي او بیا پرې نه غولېږي.

د پرځېدلي جمهوریت لومړی مرستیال او د شر او فساد ډلې مشر او ملګري امرالله صالح چې د ګارد مشر یې په افغانستان کې د داعش مسؤل ټاکل شوی وو او د پنجشیر په غرونو کې یې داعش ته ویډیوګانې جوړولې، په هزاره ورونو د برید غندنه په داسې نازیبه ټکو کړې ده، چې سلګونه خباثتې ترې سترګکې وهي.

په امریکا او پرانسه کې پراته مزدوران او د امرالله صالح ملګري په افغانانو د هر ډول بریدونو کلک ملاتړ کوي، خو یواځې دا غمرازي ښایي!؟ هغوی په ویډیوګانو کې وایي «د داعش او زمونږ هدف، لاره او منهج یو دی» خو دا د دې لپاره چې سمتي او قومي بدبینۍ د پخوا په څېر بیا تازه شي، داسې کړنې ترسره کوي.

د شیطان ملګري د وطن په هیڅ وګړي، زړه نه خوږوي او په هر قېمت غواړي چې په دې خاوره کې دې له دوی پرته هېڅوک ژوند و نه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version