که د افغانستان د تېرو څو لسیزو تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو، وبه وینو چې ډېرې سیاسي څهرې عملاً د سیمې او له سیمې د باندې قدرتونو، د ګټو خوندي کوونکي پاتې شوي دي. له دې ډلې احمدشاه مسعود یو له هغو کسانو څخه و چې د خپلو فعالیتونو له پیل راهیسې یې له فرانسې سره نږدې او تودې اړیکې درلودې، داسې اړیکې چې ویلی شو د فرانسې د سیاسي او استخباراتي موخو په چوپړ کې کارېدلې.

د دې اړیکو پټ اړخونه هغه مهال لا ډیر پسې روښانه کېږي، کله چې فرانسه اوس احمدشاه مسعود قهرمان بولي او ځینې فرهنګي او تاریخي ځایونه د هغه په نوم نوموي. ځکه دا ډول امتیازات یواځې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د فرانسې لپاره یې لویې ګټې راوړې وي. څرګنده ده چې احمدشاه مسعود په سیاست کې د حضور پر مهال، بهرنیانو ته د افغانستان د ارزښتمنو طبیعي سرچینو لکه د پنجشیر د زمردو او لاجوردو د سپارلو، کورنیو جګړو ته د لمن وهلو او د استخباراتي معلوماتو د لېږد له لارې، د فرانسې لپاره یوه اغېزمنه او ګټوره مهره وه.

د احمدشاه مسعود له ترور څخه کلونه وروسته، اوس د فرانسې حکومت هڅه کوي زوی یې احمد مسعود د یوې سیاسي څهرې په توګه مطرح کړي او د پلار په څېر یې د خپلو ګټو د خوندیتابه په لاره کې وکاروي. د احمد مسعود رسنیز او سیاسي ملاتړ د یوې داسې سناریو یوه برخه ګڼلی شو چې د هغه راتلونکی رول د فرانسې د سیمه‌ ایزو سیاستونو په چوکاټ کې برابروي.

دا چې د افغانستان د ټولو سیاسي څهرو له منځه، یواځې احمد مسعود د فرانسې ځانګړې پاملرنه جلب کړې، دا ښيي چې نوموړی د خپل پلار د لارې د تعقیب وړ بولي؛ هغه لاره چې د افغانستان د ولس او ملي ارزښتونو پر ځای، د پردیو د ګټو چوپړ ته ځانګړې شوې وه.

له دې سره، سره تاریخ په ښکاره توګه ثابته کړې چې د بهرنیو قدرتونو چوپړ او له ملت، دیني او ملي ارزښتونو سره خیانت هېڅکله ښه پایله نه لري. هغوی چې په تېرو وختونو کې یې د بهرنیو بادارانو د خوښۍ لپاره خپل عمر تېر کړ، بالاخره بې‌ باوره شول او د ملتونو په تاریخي حافظه کې، د کرکې او نفرت وړ وګرځېدل.

اوس هم ځینې کسان د هماغه ترخې تجربې د تکرار هڅه کوي، باید په دې وپوهیږي چې د ملت په هویت او ارزښتونو معامله هېڅکله بې‌ پایلې نه وي؛ خیانت که په هره جامه کې او تر هر نوم لاندې وي، په ماتې باندې محکوم او تاریخي کرکه له ځان سره لري.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version