يورونيوز خبري شبکې د اذربايجان حکومت د ځينو سرچينو له قوله خبر ورکړی چې قزاقستان کې د اذربايجان ايرلاينز شرکت الوتکه د روسیې د هوايي دفاع سيستم په يوه توغندي لګېدلې او راغورځېدلې ده.
راپور زياتوي چې آذربايجاني الوتکه د روسیې د ګروزني ښار په هوا کې وه چې د روسیې يو توغندی الوتکې ته نژدې چاودلی او الوتکه یې زيانمنه کړې.
راپورونه وايي پيلوټانو د الوتکې له تخريب وروسته سم دستي د بېړنۍ ناستې اجازه غوښتې خو د روسیې له لوري په هېڅ هوايي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې او قزاقستان ته د تګ لارښوونه ورته شوې.
روسیې د اذربايجان يادې غير رسمي ادعا ته لا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی خو د روسیې حکومت له منځه ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي چې له ګروزني ښاره د اذربايجاني الوتکې د تېرېدو په وخت د اوکراين د بې پيلوټه الوتکو د بريد له کبله دوی خپل هوايي مسيرونه تړلي وو او د دې امکان شته چې ياده الوتکه په توغندي ويشتل شوې وي.
قزاقستان کې لوېدلې د اذربايجان هېواد په مسافر وړونکې الوتکه کې شاوخوا ۷۲ کسان سپاره وو چې له ډلې یې يواځې ۲۹ کسان ژغورل شوي او پاتې ۴۳ مړه شوي.