د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، تر هغې چې په غزې تړانګه کې جګړه روانه وي، د ناټو له پوځي متحدانو او اسرائیل سره به د راروانو همکاریو طرحه تصویب نه کړي.

اردوغان په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزې ته تر وینا را وروسته پرون جمعه پر خپله “ایکس­” پاڼه لیکلي: “تر هغې چې د فلسطینیانو په قلمروونو کې پایداره سوله ټینګه نه شي، دا ډول همکاري به ونه مني”.

ترکیه له ۱۹۵۲م کال را پدیخوا د شمالي اتلانتیک د پوځي تړون یا ناټو غړی هېواد دی؛ اسرائیل د ناټو غړی هېواد نه دی، خو بیا هم د ناټو د شریک په توګه همکاري کوي.

د رسنیو راپورونه ښیي، چې وخت ناوخت د اسرائیلي پوځیان هم د ناتو په پوځي تمریناتو کې دخیل وي.

له کله چې په تېره اکټوبر میاشت کې په غزې تړانګې اسرائیلي پوځیانو یرغل وکړ او جګړه پیل شوه، له هماغه وخته د اسرائیل او ترکیې ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version