د میدان وردگو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماین چاودنې له امله یو تن وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سیداباد ولسوالۍ زرني سیمه کې د شوروي اتحاد د اشغال د وخت ښخ شوی ماین په ۵۸۰ ډوله بس موټر باندې چاودلی چې له امله یې یوه مېرمن شهیده شوې او ۶ تنه ټپیان دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو حالت ښه دی. :«پېښه هغه مهال شوې چې د سړک جوړېدو له امله موټر د خپل اصلي مسیر نه په بل مسیر تگ راتگ کوي.»
په هېواد کې د څلوېښت کلنې جگړې له امله لا هم زرگونه کیلومتره مربع سیمه کې ماینونه ښخ دي، چې لا هم ټوله خاوره په یو مخیز ډول له ماینونو پاکه شوې نه ده.