د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، اشغالګر اسرائیل غزه کې د بشر ابتدایي حقونه او نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کوي او نسل وژنې ته دوام ورکوي.
الجزیرې ټلوېزیون د اردوغان له قوله خبر ورکړی، چې ویلي یې دي دغه هېواد یو ترهګریز هېواد دی او بل هیڅ ډول تعریف ترې نه شي کېدلی.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، د غزې تخلیې په اړه د صهيونيستي اسرائیلو اقدامات چټک شوي دي. نوموړي زیاته کړې، د غزې دوه په درېیمه برخه د فعالې تخیلې تر امر لاندې ده او د ممنوعه سیمې په توګه طبقه بندي شوې ده.